IQNA

په مراکش او عمان کې د قرآنکریم ۱۷م  او ۳۱م پړاو نړیوالو سیالیو پیلېدل

10:46 - August 17, 2023
د خبر لمبر: 3487800
ایکنا – (مراکش) د مراکش د اوقافو او اسلامي چاور وزارت په وږي میاشت کې د قرآنکریم ۱۷م پړاو نړیوالو سیالیو له ترسره کېدو خبر ورکړ؛ دا په داسې حال کې ده چې د عمان په السویق ولایت کې تیره ورځ د سلطان قابوس د قرآن سراسري سیالیو ۳۱م پړاو پیل شو.

ایکنا د احداث انفو په حواله خبر ورکوي چې، د مراکش د اوقافو او اسلامي چارو وزارت اعلان کړی چې د قرآنکریم حفظ، قرائت او تفسیر ته د درناوي او د اسلام د پیغمبر (ص) د مبارکې زوکړې په مناسبت په ۱۴۴۵م قمري کال کې،  د قرآنکریم د نړیوالو سیالیو ۱۷م پړاو چې حفظ، قرائت، ترتیل او د قرآنکریم تفسیر ته ځانګړی شوی، د سه شنبې او چهارشنبې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر په ۱۲ او ۱۳ (د ۱۴۰۲ کال د وږي په ۲۱مه او ۲۲مه) ترسره کېږي.

په دې سیالیو کې د مراکشي وګړو سربېره، د عربي، اسلامي او افریقايي او همدارنګه له اروپا او آسیا څخه هم حافظان او قاریان به ګډون وکړي. د دې سیالیو پرانیسته غونډه به د ۱۴۰۲ کال د وږي میاشتې په ۲۱مه او د سه شنبې په ورځ د سهار له ۱۰ او ۳۰ دقیقو څخه د کازابلانکا د حسن دوم جومات د قرآني مدرسې په تالار کې ترسره شي.

همدارنګه په ۱۴۴۵م هجري قمري کال کې د سلطان قابوس د قرآنکریم سیالیو ۳۱م پړاو تېره ورځ د زمري په ۲۴مه د دې هېواد په شمالي الباطنه ولایت په السویق او د سلطان قابوس په جومات کې د یو زرو او ۶۳۸ نارینه او ښځینه ګډون کوونکو په اوو مختلفو څانګو سره پیل شو.

د سیالیو دا پړاو چې د سلطان قابوس د کلتور او علم عالي مرکز په زیار سره په سلطنتي دیوان کې د قرآنکریم حفظ او تلاوت ته د عمان د خلکو د هڅونې په موخه ترسره شوی دی.

دا سیالۍ په اوو بېلابېلو څانګو کې ترسره کېږي لکه: لومړۍ برخه ( د قرآنکریم حفظ)، دویمه برخه (پرلپسې ۲۴ سپارو حفظ)، درېیمه برخه ( د ۱۸ پرلپسې سپارو حفظ)، څلورمه برخه ( د ۱۲ پرلپسې سپارو حفظ)  په دې شرط چې سیالۍ کوونکي په ۱۹۹۶ کال یا له دې په پورته کلونو کې زېږېدلي وي، پنځمه برخه ( د ۶ پرلپسې سپارو حفظ) په دې شرط چې ګډون کوونکي د د۲۰۰۹ میلادي کال او یا له دې پورته کلونو کې زېږېدلي وي.

تېرکال د سلطان قابوس د قرآنکریم سیالۍ د کرونا ویرس د خپرېدو له امله له دوو کلونو ځنډېدو وروسته پیل شوې. د قرآنکریم حفظ او د هغه لارښوونو ته  د عماني ځوانانو هڅونه، د قرآن حفظ او قرائت ته د عمان د خلکو تشویق، د ټولنیز سمون په موخه د قراني نسل روزنه، د قرآن د غوره قاریانو موندنه د قرآن په نړیوالو سیالیو کې د عمان د قرآني فعالانو د ګډون پیاوړتیا د دې سیالیو له مهمو موخو څخه دي. دا سیالۍ په ۱۹۹۲م کال کې په درېیو برخو کې پیل شول.

https://iqna.ir/fa/news/4162872    

captcha